سرچینې رسنیو ته ویلي چې د ایران په وروستیو لاریونونو کې ۹ افغانان وژل شوي او ۱۲۱ نور د ایران امنیتي ځواکونو نیولي دي.
دا چې دغه شمېر افغانان ولې په لاریونونو کې وژل شوي لا معلومه نه ده، خو سرچینې ویلي چې افغانان په لاریونونو کې هېڅکله ګډون نه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، ایران کې د وروستیو لاریونونو له امله لږ ترلږه ۱۶۱ کسان وژل شوي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هېواد بیا ویلي، لاریونونو کې درې افغانان وژل شوي دي.
هېواد ویلي، په دې تړاو د ایران د حکومت معلوماتو ته په تمه دي.
ایران کې لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې حکومت د تېلو بیه لوړه کړه.