سرچینې وايي، تېره شپه کندز ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو کې نهه سرتیري وژل شوي او شپږ نور طالبانو له ځان سره بیولي دي.
یوې امنیتی سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد ته ویلي، دا نښته تیره شپه د کندز مرکز اړوند باغ میري سیمه کې شوې ده.
سرچېنې همداراز ویلي، په دغه نښته کې د طالبانو د سرې قطعې شپږ غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
طالبان وایي۹ سرتیري یې وژلي ۶ یې اسیران کړي او ګڼه وسله او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.