کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو یې په کابل کې د طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو یې تېره شپه په کابل کې د طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
وزارت وايي دغه کس تیره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې نیولی دی.
د نیول شوي کس نوم نه دی ښودل شوی خو په اړه یې لیکل شوي چې غزني کې یې د ترهګریزو پېښو په طرحه کولو او د دولتي کار کوونکو په ترور کې مهم رول درلود.
د سرچېنې په لیکنه دغه کس کابل ته هم د ترهګریزو فعالیتونو د تر سره کولو په موخه راغلی و.