د ننګرهار مالټو حاصلات د تیر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوي دي.
ولایت مقام لیکلي، سږ کال به د ننګرهار کانال څخه د مالټو پنځه زره دوه سوه ټنه حاصلات راټول شي.
د ننګرهار کانال شرکت عمومي رییس ویلي، اوس مهال په ۶ سوه هکتاره ځمکه د ستروسو باغونه شتون لري چې په کې ۲ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.