د ناټو راتلونکې غونډه کې افغانستان د اجنډا مهمه برخه ده.
دا غونډه د روانې میاشتې په دریمه او څلورمه نیټه لندن کې جوړیږي.
د ناټو په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ولسمشران ګډون کوي چې د نورو مسایلو تر څنګ به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر ماموریت او راتلونکې خبرې وشي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي دوی به همدا راز پر دې هم خبرې وکړي چې څنګه وکړای شي داعش ډله په بشپړه توګه له افغانستان وباسي او همدا راز اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.