لا هم افغانستان کې ایډز ناروغي یو ګواښ دی او اړتیا ده چې پر وړاندې یې مبارزه وشي.
د ډیسمبر میاشتې لومړې نېټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، تېرو دیرش کلونو کې ۷۲۰۰ کسان په ایډز اخته شوي، خو عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې د اېډز ناروغۍ لومړۍ پېښه دېرش کاله مخکې په ۱۹۸۹ کال کې ثبت شوې چې له هغې مودې تر اوسه ټولې ۲۸۸۳ د ایچ، ای، وي ناروغي پېښې ثبت شوي دي.
جګړې، نا امني، بې کاري، فقر، د هېواد پرانستې پولې، داخلي بې ځایه شوي او بیروني مهاجرتونه، د پوهاوي کچې کموالی، روږتیا او په ټوله کې د مالي سرچینو کمښت هغه لاملونه په ګوته شول چې د ایچ ای وي پروړاندې مبارزه یې کمرنګه کړې ده.
طبي ډاکتران توصیه کوي چې په ایچ ای وي ناروغۍ اخته کسانو سره باید ښه چلند وشي او دا ناروغي په روغبړ او د لاسونو ورکړه یا مخ جنګول، په ګډه ډوډۍ خوړل، ګډ لمبل، له ګډ تشناب، د هغه له جامو او دسپاک ګټه پورته کولو باندې له یوبل نه انتقالیږي.