Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو او امریکا هوکړې لاسلیک سره اوربند اعلانېږي

admin by admin
2019/11/30

د امریکا او طالبانو له توافق وروسته به دا ځل اوربند رامنځته کېږي.

د جګړې ښکېلو خواوو چمتوالی نیولی، چې هوکړې ته له رسېدو وروسته به اوربند رامنځته شي او له افغان حکومت سره به بین الافغاني خبرې پیل شي.

تحلیل دا دی، چې د سولې هړکړه پخوا نهايي شوې چې اوربند یې یوه برخه ده او اوس اړتیا ده چې هوکړه وشي.

د ولسي جرګې غړي بیا د سولې هغه خبرې بې پایلې بولي، چې افغانان په کې شامل نه وي.

افغانستان ته د امریکا د ولسمشر له سفر وروسته طالبانو ویلي، که له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي سملاسی اوربند کوي.

اوس چې د طالبانو او امریکا هوکړه نهايي شوې او لاسلیک یې پاتې دی، باور دا دی چې هوکړه کې اوربند او بین الافغاني خبرې شته.

د خلاصون لار شورا مشر سید اکبراغا داسې وویل (( هغه هوکړه ترتیب شوې او وروستي کېډو ته نږدې ده، طالبانو هم ویلي، چې امریکا سره له هوکړې امضا کولو  وروسته به اوربند اعلان کړي زما په نظر دا پر ځای پرېکړه ده.))

له دې سره پاکستان یو ځل بیا ژمنه کړې چې افغان سولې او بيا پخلاينې پروسه کې به اسانتياوې رامنځته کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي داسې وویل ((پاکستان له ټولو خواوو سره په همغږۍ هڅه کوي، افغان سولې او بيا پخلاينې پروسه کې اسانتياوې رامنځته کړي. پاکستان له ټولو احزابو غواړي چې په دې پروسه کې رغنده ونډه واخلي.))

لکه د افغان حکومت په څېر د ولسي جرګې ځینې غړي هم ورته نظر لري او ټینګار لري چې د سولې د مذاکراتو لپاره اوربند شرط دی.

د امریکا ولسمشر افغانستان ته د سفر پرمهال تمه ښودلې وه چې د سولې د خبرو له بیا پيل سره به اوربند رامنځ ته کیږي، خو طالبانو په رسمي ډول د ټرمپ په سفر او څرګندونو تبصره نه ده کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist