د هند په یوه نندراتون کې افغاني محصولاتو د سرو زرو مډال خپل کړی.
د هند آي آي ټي اف نهه دېرشم نړیوال نندارتون کې د افغانستان محصولاتو د سرو زرو مډال خپل کړی دی.
نندارتون کې دوه ویشتو هېوادنو برخه اخېسته وه چې افغانستان ته د غوره او پراخ ګډون له امله د سرو زرو مډال ورکړل شوی.
په دغه نندارتون کې څلوردېرش غرفو کې د افغانستان اتیا شرکتونو خپل بېلابېل محصولات نندارې ته ايښي و.
د هند په نړیوال نندارتون کې د اوه دېرش میلیون هندي کلدارو په ارزښت افغاني محصولات پلورل شوي او ګڼ شمېر سوداګریز هوکړې هم لاسلیک شوی چې په دې هوکړو سره افغان سوداګر کولی شي سوداګري پراخه کړي.
افغانستان ته د غوره ګډون په ویاړ د سرو زور مډال د هندوستان د سوداګرۍ وزیر لخوا، د نندارتون مسوولینو او په هندوستان کې د افغانستان د سوداګریزې اتشې ته ورکړل شوی دی.
خصوصي سکټور وايي که حکومت یې ملاتړ او لاسنیوی وکړي د هېواد اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې به ګنې لاسته راوړنې ولري.