د ملي امنیت شورا سلاکار او په کابل کې د سعودي سفیر په مهمو مساېلو خبرې کړي.
ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د سعودي له سفیر جسیم محمد الخالدي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او سعودي پر اوږده ملګرتیا او اوسنیو همکاریو خبرې وشوې.
د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، چې افغانستان تل په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان رول د یوه ستر او موثر اسلامي هیواد په توګه پېژندلی او قدر یې کوي.
محب د سولې او پراختیا په برخه کې هم د یاد هیواد د همکاریو او ملاتړ مننه وکړه.
په ناسته کې له ترهګرۍ سره په مبارزه هم خبرې وشوې.
د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، چې حکومت سږ کال له طالبانو او داعش دواړو سره په جګړه کې تر بل هر وخت ډېرې لاسته راوړنې لري او دا ډلې یې ځپلې دي.
د سعودي عربستان سفیر ترهګري د ټولو لپاره ګواښ یاد کړ او ددې ګواښ پر وړاندې یې د مبارزې لپاره چمتووالی وښود.