طالبانو د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي او د افغان سولې په تړاو یې خبرې کړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیئت د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره په تهران کې کتلي دي.
ذبیح الله مجاهد لیکلي دي، دواړو خواو د افغانستان د مسلې په سوله ییز حل او د سولې پروسې په هکله خبرې کړي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټویټر د دغه خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې له جواد ظریف سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو هم خبرې کړي.
سهیل شاهین لیکلي، ایراني لوړ پوړو چارواکو د افغان ولس سره د لاښو اړیکو ساتلو هیله او د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل ژمنه وکړه.
ویل کېږي، دغه لیدنه کې جواد ظریف له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د بین الافغاني مذاکراتو په پیلولو او افغانستان کې د یو ټول شموله دولت پر جوړولو ټینګار کړی.
له دې سره روسیې ویلي، چین کې بین الافغاني ناسته ځکه ځنډېدلې چې، طالبان د افغان حکومت له پلاوي سره مخالف دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، د بېجنیګ ناسته ځکه ځنډول شوې چې طالبان د افغان حکومت پلاوي له ترکیب سره مخالفت لري.
ضمیر کابلوف ویلي، طالبان د افغان حکومت له لوري د بېجینګ ناستې لپاره د پلاوي غړو ترکیب او د ولسمشر غني غوښتنو سره رضایت نه لري.
کابلوف ویلي، ټاکل شوې چې یاده ناسته د روان میلادي کال تر پایه بېجنیګ کې ترسره شي چې تر اوسه ځنډېدلې ده.
په ورته وخت کې د طالبانو ځینو سرچینو هم د دې ناستې ځنډېدل تائید کړي دي.
اروپایي ټولنې هم ویلي، چین کې د بین الافغاني خبرو ترسره کېدل ښه ابتکار دی، خو د ګډون کوونکو د لېست موضوع نه ده حل شوې.
کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون ویلي، د چین حکومت لخوا د بین الافغاني خبرو کوربتوب یو مهم او پر ځای ابتکار دی، خو د بېجینګ ناستې ته د تلونکي هیئت د نوملړ موضوع نه ده حل شوې.
تر دې وړاندې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي و چې، دوی بشبړ چمتوالی لري څو په دغه بین الافغاني ناسته کې برخه واخلي.
سولې وزارت د دغې ناستې لپاره د ګډون کوونکو نوملړ هم برابر کړی، خو تر اوسه یې اعلان کړی نه دی.