د امریکا دفاع وزارت قراردادیانو افغان هوايي ځواک ته پنځه جنګي هلیکوپټرې ورکړې.
امریکا افغان ځواکونو ته پنځه هلیکوپټرې ورکړې.
د اېم ډي ۵۳۰ ایف ډوله دغه هلیکوپټرې د امریکا د دفاع وزارت د قراردادیانو له لوري افغان ځواکونو ته ورکړل شوې دي.
د راپورونو پر بنسټ دغه هلیکوپټرې د روانې نومبر میاشتې په ۲۲مه نېټه افغانستان ته سپارل شوې وې.
دغه پنځه هلیکوپټرونه د هغو دېرش هلیکوپټرو له ډلې دي چې د امریکا دفاع وزارت قراردادي شرکت ته وړاندیز کړې دي.
امریکا دفاع وزارت وايي دغه هلیکوپټرې د سپکو هوايي بریدونو لپاره کارول کیږي.
د اېم ډي هلیکوپټرونو دغه قراردادي شرکت وايي راتلونکې پړاو کې به ۲۴ هلیکوپټرې ورکړي.