له تېرو څو ورځو راهیسې د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ فیسبوکي ناندرۍ پيل شوي.
لومړی امرالله صالح د نیوکې په توګه ویلي و چې ګنې د ثبات او همپالنې په ټاکنیز ټیم کې د هزاره قوم سپکاوی شوی دی.
“وروسته محمد محقق صالح ته لیکلي و چې د “قطعو دوه تای هم راته نه ښکاری .
د محقق دغه غبرګون ته امرالله صالح په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې زه د قماربازۍ په ژبه نه پوهېږم او نور هم باید سیاسي ادبیات زده کړي.
صالح محقق ته د کورني بې ځایه شوي خطاب کړی دی.
دغه ناندرۍ وروسته له هغې ډېرې شوې چې د ټاکنو لومړنیو پایلو داعلان او رایو بیا شمېرلو پر سر د نوماندانو ترمنځ اختلافات پيدا شول.