Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان سولې لپاره د چین ناسته ځنډول شوې

admin by admin
2019/11/25

په چین کې د افغان سولې لپآره جوړېدونکې ناسته ځنډول شوې.

د افغان سولې په اړه د چین جوړېدونکې ناسته چې تمه کېده دوه ورځې وروسته په بېجینګ کې جوړه شي د اوس لپاره ځنډول شوې ده.

یوې باوري سرچینې شمشاد ته ویلي، چین غوښتل غونډه کې د بېلا بېلو ادرسونو خلک وروغواړي خو افغان حکومت یې مخالفت کړی دی.

سرچینې دغه راز ویلي، افغان حکومت په دې ټینګار درلود چې د چین په ناسته کې باید ګډونوال د افغان حکومت په استازولۍ برخه واخلي.

خو د حکومت منتقدین بیا په دې باور دي چې د حکومت په اډانه کې جنجالونه او په یو لیست نه سلا کېدل هغه عوامل دي چې ناسته یې ځنډولې ده.

دا ناسته به د خپلمنځیو خبرو یو پیل وي چې د خبرو په میز طالبان، حکومت او سیاسیون راټولیږي.

خو د اوس لپاره د غونډې د ځنډېدو ملموس عوامل د نوملړ پرسر جنجال دی چې باور کېږي حکومت نه خوښوي دا ناسته ډېره غټه اوسي.

ولسمشر غني په همدې تړاو له مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم غوښتي چې چین ته لاړ نه شي.

حامد کرزي داسې وویل (( دلیل همدا و، دوی فکر کوي چې په چین کې به د ملي روغې جوړې لپاره په یو نظام کار کېږي، او ما ونه غوښتل په  هغه ناسته کې ګدون وکړم، چې ولسمشر غني ترې تشویش لري. ما هم ورسره ومنله، زما تګ هلته ضروري نه و او له لیست مې خپل نوم وایسته. خو وروسته مې ولیدل چې په ځینو نورو مشرانو او سیاسیونو هم دا خبره منل کېده چې د چین ناسته کې ګډون ونه کړي خو ما ورسره مخالفت وښود.))

یوې باوري سرچینې بیا شمشاد ته ویلي، چین غوښتل په دې ناسته کې له څو اړخونو او چینلونو خلک را وغواړي چې افغان حکومت یې مخالفت کړی او ټینګار په یو پلاوي وو،چې باید د حکومت د چتر لاندې وي.

د چین په میز طالبان، سیاسیون او حکومت په لومړي ځل خبرو ته کېني چې په تېرو څو کلونو کې ورته هڅه کېده.

د چین ناسته د نړیوالو فشارونو سره هم مخ کېدونکې ښکاري.

امریکا چې طالبانو سره د سولې بیا خبرو ته داخلیږي انګېرنې دادي چې دغه هېواد نه غواړي د مسکو په څېر چین هم د سولې په خبرو اترو کې دوی ته شرایط او لاره سخته کړي.

چین او روسیه امریکا ته په بهرني سیاست کې رقیب هېوادونه تعریف شوي دي او امریکا به ونه غواړي دا هېوادونه په افغانستان کې زیات مصروف پاتې شي.

د ولسي جرګې غړي محمد عظیم کبرزاني او سیاسي شنونکي شعور نیازي داسې وویل ((  یو لامل یې دا کیدای شي چې ممکن امریکا ونه غواړي چې چین د سولې پروسه کې دخیل شي،،،، تر اوسه حکومت نه دی توانېدلی چې یو واحد ټیم د غونډې لپاره جوړ او معرفي کړي، موږ د سولې غوښتونکي یوو، او سوله زموږ لپاره لومړیتوب لري.))

اوس به ولیدل شي چې د چین ناسته به د افغان سولې په برخه کې څه ډول رول ولوبوي خو د جګړې په اړخونو ټینګار دا دی چې په خپل پراخ ګډون سره ناسته کې برخه واخلي چې د سولې په برخه کې یو باور رامنځ ته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist