سناتوران وايي دافغان حکومت له ګډون پرته دسولې خبرې بې پاېلې دي.
د مشرانو جرګې په ازاد بحث کې سناتورانو د سولې په خبرو ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه که د سولې خبرې پیلیږي افغان حکومت او ملي شورا دې پکې ورګډ کړي.
سناتوران زیاتوي پرته له افغان حکومت له ګډون څخه د سولې خبرې پایله نه ورکوي.
عبدالله قرلق او مولوي محی الدین منصف داسې وویل (( د افغان سولې په باب پیلیدونکې خبرې دې، روښانه او باید افغان حکومت او ملي شورا هم په کې ور ګډه شي،،، که دا ځل د سولې خبرې کوم توافق ته رسیږي ضروري ده چې په اوربند په کې موافقه و شي.))
سناتورانو په اوو ولایتونو کې د ټاکنو د بند دروازو په تړاو اندیښنه وښوده چې په هیواد کې د ټاکنو د ځنډ لامل شوی او ټاکنیزو ټیمونه دې د خلاصېدو په تړاو سلاح شي.
سناتورانو د سیګار په هغه راپور هم اندیښنه وښوده چې دافغان ځواکونو بلخصوص د ملي پولیسو مرګ ژوبله په روان کال کې زیاته شوي.
د هیواد په اوو ولایتونو کې د ټاکنو د بیا شمیرنې په تړاو د ټاکنو کمیسیونونو دروازې تړلي دي٬ او همدا لامل دی چې د ټاکنو په لومړنۍ پایلي له ځنډ سره مخ دي.