د فراه ولایت پشترود ولسوالۍ کجګین کلي کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ملکي وګړوته مرګژوبله اوښتي ده.
د کجګین کلي اوسېدونکي چې د وژل شوو کسانو جنازې يې د فراه والي دفتر مخته راوړي، ادعاکوي چې تېره شپه د افغان ځواکونو په برید کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي .
د فراه د امنیه قومندانی ویاند محب الله محب پشترود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي برید مني خو ادعا کوي چې وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفین دي.
هغه وايي، لاریون کوونکي غواړي د طالبانو ترکنټرول لاندې سیموکې هوايې بریدونه ودرول شوي.
طالبانو رسنیو ته د یوې اعلاميې په استولو سره ادعا کړې چې بهرنیو ځواکونو پشترود ولسوالۍ کې د ماښام لمانځه پرمهال برید کړی چې ۹ ملکي کسان يې وژلي او اته نور يې ټپیان کړي دي.