د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، باور لري چې د افغان حکومت سیاسي مشران به پرېنږدي چې ټاکنې بحران ته لاړې شي.
خالد زیاته کړې چې افغان ځواکونو د ټاکنو امنیت ساتنه کې ښه رول لوبولی دی.
خالد ټینګار کړی چې تل یې پر سولې ټینګار کړی خو په وینا یې نشي کولای د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې قرباني کړي.
له دې سره ویل کېږي، طالبانو او خلیلزاد د باور فضا جوړولو لپاره په قطر کې بیا خبرې کړي دي.
ځینو طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د ۹ پړاوه خبرو تر ځنډ وروسته تازه په قطر کې د طالب مرکچیانو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیل شوی.
د طالب سرچینو په خبره، زلمی خلیلزاد اوسمهال دوحه کې دی او له طالبانو سره د باور فضا جوړولو په تړاو خبرې کوي څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک کېدو ته زمینه برابره شي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي و چې، له طالبانو سره پر یوه پلان کار کوي او غواړي خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي.
قطر کې د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې خبرو په تړاو دغه اوازې داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ بندیان تبادله شول.