د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي، له افغان طالبانو سره پر یوې نوې هوکړې کار کوي.
ډونالډ ټرمپ ویلي، تېر ځل دوی هوکړې ته نژدې شوي و، خو طالبانو بریدونه وکړل، خلک یې ووژل او له همدې کبله هغه مهال هوکړه ونشوه.
ټرمپ ویلي، د سولې لپاره کار کوي او په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر هم راکموي.
له دې سره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې ویلي، بهرني ځواکونه به هغه مهال له افغانستان ووځي چې بشپړه سوله حاکمه شي.
نیکولاس کې ویلي، له سولې وروسته بهرني ځواکونه په تدریجي توګه له افغانستان وځي.
هغه ویلي، افغانستان کې د ناټو لومړیتوب د جګړې او تاوتریخوالي ختمول دي.
د ناټو ملکي استازي ټینګار کړی چې، طالبان د جګړې له لارې بریا نه شي ترلاسه کولی، ځکه په وینا یې افغان ځواکونه ورځ بلې ته پیاوړي کېږي او د ناټو لخوا روزنه او تجهیز کېږي.