زابل کې د محلي اردو د رامنځته کولو لپاره هڅې پیل شوي دي.
سیمه ییز ملي اردو چې د دفاع وزارت نوې طرحه ده تازه یې د هېواد په سوېل کې ناامنه ولایت زابل کې هم د امنیت ساتلو په موخه دندې پیل کړې.
دغه ولایت کې چې په دې وروستیو کې نا امنیو او جګړو زور اخیستی، چارواکي یې د امنیت لپاره دغه سيمه ییز ځواک ګټور ګڼي.
د دغه ولایت والي رحمت الله یارمل وايي، دا لومړی ځل دی، چې دغه سیمه ییز ځواک د امنیت د ساتلو په موخه په زابل کې تجربه کوي.
دغه کسان چې تازه شمېر یې ۱۰۲ تنو ته رسيږي، د محلي اردو په کچه یې لومړنۍ پوځي زده کړې تر لاسه کړي دي، او د فراغت سندونو تر لاسه کولو وروسته به د زابل نا امنه شاه جوی ولسوالۍ ته ستنيږي.
د دغه ولایت اوسېدونکي چې له نا امنیو او جګړو ستړي ښکاري د محلي اردو په رامنځته کېدو خوښي ښيي.
د زابل اوسېدونکي وايي، دغه ځواکونه په سیمه کې بلد دي او وبه کولی شي، چې د امنیت په برخه کې ښه پر مختګ وکړي.
د یادونې وړ ده چې د محلي اردو طرحه د اوسني ولسمشر محمد اشرف له لوري تیر کال ومنل شوه او له هغې وروسته د دې ځواکونو یو شمېر سرتیري د جګړې له زده کړو وروسته په هغو ولایتونو کې په دندو وګمارل شول، چې د طالب وسله والو فعالیتونه پکې زیات وو.