د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني مننه کړې چې، د دوه بهرني استادانو بدل کې یې انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید عمري ازاد کړل.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هیله ښودلې چې، د بهرنيو استادانو خوشې کېدل به د افغان سولې پروسې سره مرسته وکړي او د اوربند لامل شي.
ټرمپ پر خپل تویټر لیکلي، د دوه استادانو له کورنۍ سره یې د هغوی په خوښۍ مراسمو کې برخه اخیستې او له اشرف غني مننه کوي چې زړور ملاتړ یې وکړ.
هغه لیکلي، تمه لري چې دغه ازادي به دوی سولې ته ورسوي او داسې اوربند اعلان شي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.