د کندز امام صیب ولسوالۍ قول ارباب خلیل سیمه کې د ملي اردو ۱۷ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوې باوري سرچېنې شمشاد خبریال ته ویلي، د طالبانو لیزري قطعې تېره شپه په یاده سیمه کې د ملي اردو پر پوستې برید کړی چې ۱۲ سرتیري یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي
سرچېنه وايي، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمیر یې نه دی مالوم.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې ده چې د ملي اردو ۱۴ سرتیري یې وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.