په لوګر کې د امریکایي ځواکونو یوه هلیکوپتر لویدلې ده.
دغه هلیکوپتر تېره شپه په لوګر ولایت کې لوېدلې چې له امله یې امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د پېښې د تایید تر څنګ ویلي چې ددوی دوه عسکر د چورلکې د لوېدو له امله وژل شوي دي.
ناټو او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې چورلکه څه ډول لوېدلې ده.
خو امریکايي پوځیانو ویلي، لومړني مالومات ښيي چې چورلکه د وسله والو د برید له امله نه ده غورځېدلې.
د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې شینوک ډوله الوتکه له ۵۴ کسه سپرلۍ سره یو ځای غورځول شوې او اور یې اخیستی دی.
دوی ادعا کوي چې په پېښه کې ۵۴ کورني او بهرني عسکر وژل شوي دي.