کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر ټوېټر لیکلي چې افغان امنیتي ځواکونو نه د ټاکنو په ورځ او نه هم له ټاکنو وروسته په دغه پروسه کې مداخله کړې ده.
باس د افغان ځواکونو بې پرېتوب ستایلی دی.
باس پر افغانانو غږ کړی چې د حقایقو ملاتړ وکړي، نه د اوازو.
باس ویلي، د ټولو هغو نوماندانو ملاتړ کوي چې خپل شکایتونه ثبتوي او له تاوتریخوالي کار نه اخلي.
باس پر ټاکنو کمېسیون غږ کړی چې پر کمېسیون د خلکو باور د دوی کاري شفافیت پورې تړاو لري.