لویدیځو رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې د امریکایي پوهنتون استادان ازاد شول.
نیویارک ټایمز ته امریکايي چارواکو ویلي چې دغه استادان اوس له امریکایي ځواکونو سره دي.
چارواکو ویلي چې استادان خوندي دي.
رویټرز د طالب سرچینو له قوله لیکلي چې انس حقاني او دوه نور بندیان قطر ته رسېدلي دي
طالبانو او افغان حکومت په رسمي ډول د دې تبادلې په اړه څه نه دي ویلي.