کورنیو چارو وزارت او د امریکا سفارت وايي، افغان ځواکونو په ټاکنو کې د هیچا پلوي نه ده کړې.
د ټاکنو له بیا شمېرنې سره سم پر افغان امنیتي ځواکونو د یو شمېر ټاکنیز ټیمونو او سیاسیونو له خواه نیوکې وشوې، چې په ټاکنو د مشخص نوماند لپاره کار کوي.
له عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل وروسته د سولې او اسلامي عدالت ټيم هم نیوکه وکړه چې له افغان ځواکونو سیاسي فشار په توګه کار اخیستل کیږي.
کابل کې د امریکا سفیر ویلي، چې افغان ځواکونو په ټاکنو کې د هېڅ نوماند لپاره کار نه دی کړی او بې طرفه پاتې شوي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جانبس داسې وویل (( داسې هېڅ شواهد نشته چې افغان امنیتي ځواکونه دې د ټاکنو پر ورځ او یا ترې را وروسته د کوم لوري په پلوۍ ټاکنیز فعالیت کې ښکېل وي، دوی بې طرفه پاتې شوي دي))
کورنیو چارو وزارت هم د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغان ځواکونه د ټولو افغانانو دي، ټاکنو پروسه کې یې قربانۍ ورکړې، لاس ته راوړنې لري او د هیڅ لوري پلوي یې نه ده کړې.
نظامي کارپوه عتیق الله امرخېل او حقوقي کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، چې د امنیتي ځواکونو یواځې د امنیت او د تاوتریخوالي مخه نیولې ده او دوی خپل کارونه په سمه توګه مخ ته وړي، او پر دوی نیوکې او تورونه لګول خیانت دی.
پر افغان ځواکونو بې له اسنادو او شواهدو نیوکو د ډيرو خوا بده کړې او ټینګار کیږي چې افغان ځواکونه دې په هغه څه نه ملامت کیږي، چې نه یې دي کړي.
پر افغان ځواکونو وروسته له هغې نیوکې زیاتې شوې چې ټاکنو کمېسیون کې د یو دهلیز قلف مات شو، مالومه شوه چې دا قلف د لاسوهنې لپاره نه دی مات شوی، بلکې د نوکریوال پولیس ساړه شوي وو او دهلیز ته دننه شوی و.