د پکتیا یو شمیر اوسیدونکو د جګړې په ښکیلو غاړو غږ کړی چې اوربند وکړي.
د پکتیا دغه شمیر اوسیدونکي ګردیز ښار کې راغونډ شوي او د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره لومړی اوربند اعلان او وروسته د سولې خبرې پیل کړي .
لاریون کوونکي وایي، چې د جګړې ښکیلې غاړې پر یوه وخت د جګړې او سولې خبرې کوي او د جګړې د تودیدو پر ځای دې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي .
هغوی داسې وویل (( طالبان او حکومت دې د جګړې پر ځای په سوله با ندې کار وکړي او نور دې پریږدي چې خلک ارام ژوند وکړي،،،، جګړې زموږ ژوند را تریخ کړی دی موږ له طالبانو غواړو چې اوربند اعلان کړي.))
لاریون کوونکو همدا راز د دریو طالب بندیانو او د افغان امریکایي پوهنتون د دوو استادانو تبادله چې د اوس لپاره ځنډیدلې ده وستایله .
دوی غوښتنه کوي کوي چې ښکیلې غاړې دې د ښه نیت له مخې د یو شمیر نورو بندیانو د خوشي کیدو پریکړه وکړي .
اونۍ وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امریکایي پوهنتون د دوو استادانو او د انس حقاني او دوو نورو طالب بندیانو د تبادلې اعلان وکړ خو تر اوسه دغه تبادله ځنډیدلې ده.