حسن روحاني له لاریونوالو وغوښتل چې خلکو ته دې نور سرخوږی نه جوړوي.
ایران کې انارشي او د لاریونونو له امله نښتې هیچاته د زغملو وړ نه دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي د تېلو د بیې لوړیدو له امله په ایران کې روان لاریونونه باید ژر ودرول شي.
اوس مهال په ټول ایران کې د تېلو د بیې لوړیدو له امله پراخ لاریونونه پېل شوي چې حکومت ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.
د فارس نیوز خبري شبکې د راپور له مخې په دغو لاریونونو کې په تخمیني توګه له اتیا زرو زیاتو کسانو ګډون کړی دی.
په دغو لاریونونو کې تر اوسه لسګونه پلورنځي او د بانکونو ودانیو ته اور اچول شوی دی.
پولیس وايي لاریونونو کې یې کابو ۱۰۰۰ تنه نیولي چې تاوتریخوالي ته یې زمینه برابروله.
روحاني وايي هر څوک د لاریونونو حق لري خو له امنیتي ځواکونو سره د نښتو او تاوتریخوالي حق هیچاته نه ورکول کیږي.