Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د محمد ګل خان مومند په تړاو علمي سیمینار جوړ شو

admin by admin
2019/11/17

د ژبژغورنې ملي غورځنګ د وزیرمحمد ګل خان مومند ستاېنه وکړه.

پښتو ژبې ته د وزير محمد ګل خان مومند خدمتونه د ستايلو دي.

د ژبژغورنې ملي غورځنګ علومو اکاډمۍ کې د وزير محمد ګل خان مومند په تړاو يو علمي سيمينار جوړ کړ.

د سيمينار ګډونوالو محمد ګل خان مومند يو سياسي، علمي او فرهنګي شخصيت یاد کړ او د هغه خدمتونه نه هېرېدونکي بولي.

ليکوال او څېړونکی حبيب الله رفيع وايي، وزير محمد ګل خان مومند هر اړخيز شخصيت در لود.

ليکوال او څېړونکي حبيب الله رفيع داسې وویل (( اروا ښاد محمد ګل بابا یو هر  اړخیز شخصیت و، سیاسي شخصیت و، حربي شخصیت و، اداري او فرهنګي شخصیت و د هېواد خدمتګار و او د هېواد په هره برخه کې چې اړتیا ورته پيدا شوې ده برخه په کې اخستې او خدمت یې کړی دی.))

رفيع وايي، مومند يو پښتون، په پښتو او پښتونولۍ مين شخصيت در لود، چې د پښتو ژبې لوستونکو ته يې زيات شمېر اثار پرېښي.

حبيب الله رفيع زیاته کړه (( وزیر محمد ګل خان مومند لومړنی سړی و چې د پښتو سیند یې ولیکه او هغه لار یې تعقیب کړه چې پښتو باید له دې لارې زده شي، دا یو ډېر ښه پښتون و په پښتو او پښتونولۍ مئین او پوه پښتون و، مرکې او جرګې به یې کولې ده یو بل کتاب هم لیکلی چې هغه لنډکۍ پښتو او پښتونواله ده.))

د سيمينار ګډونوال وايي، مومند له فرهنګي کارونو سربېره سياسي او نظامي چارو کې هم فعاله ونډه درلوده او تل يې د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار کاوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist