اعتراض د نوماندانو قانوني حق دی خو د کمیسیون د کارونو پروړاندې دې خنډ نه جوړوي .
ټاکنو کمیسیون وايي اعتراض او نیوکې د ټاکنیزو ټیمونو قانوني حق دی خو باید خپل دغه حق په سوله ییزه فضا کې مطرح کړي نه دا چې د ټاکنو د چارو پروړاندې خنډ شي .
د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ داسې وویل (( اعتراض او نیوکې د هر ټاکنیز ټیم او نوماند قانوني حق دی او دا حق ترې څوک نه شي اخیستی خو ټاکنیز ټیمونه او نوماندان دې خپل اعتراضونه د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي نه دا چې د دغې ملي پروسې پر وړاندې خنډ جوړ شي.))
ثبات او همپالنه، سوله او اسلامي عدالت هغه دوه ټاکنیز ټیمونه دي چې د رایو د بیا شمیرنې او تفتیش سره مخالف دي او په ځینو ولایتونو کې یې د ټاکنو کمیسیونونو دفترونه هم تړلي وو.
د کابل د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي له درې سوو زیاتو محلونو رایې یې له سره شمیرلې دي او د چهار شنبې ورځې تر پایه به په کابل کې د بیا شمیرنې لړۍ پایته ورسیږي.
په ورته مهال د ځینو ټاکنیزو ټیمونو څارونکي بیا وايي ، تر دې مهاله یې د بیا شمیرنې په بهیر کې درغلي نه ده لیدلې، خو اړتیا ده چې کمیسیون دغه لړۍ چټکه کړي .
د مادر وطن ټاکنیز ټیم څارونکي معنوي او د دولت جوړونکي ټیم څارونکي عبدالقادر هودخېل داسې وویل (( تر اوسه پورې موږ داسې څه ونه موندل چې درغلي دې شوې وي خو غوښتنه مو دا ده چې د کمیسیون کارکوونکي دغه بهیر چټک کړي.))
ټاکنو کمیسیون د ټول هیواد په کچه د ۸۲۵۵ محلونو رایې بیا شمیرنې ته ورکړي چې ځينو ټاکنیزو ټیمونو یې پر وړاندې غبرګون وښود چې له امله یې دغه لړۍ درې ورځې ودرول شوه .