د سولې په اړه امریکا تر اوسه له افغان حکومت سره هیڅ ډول رسمي اسناد نه دي شریک کړي.
د ولسمشر غني میرمن رولا غني په امریکا کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، دوی ډیر وروسته خبر شول چې امریکا غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
رولا غني ویلي، خلیلزاد وخت ناوخت د سولې په اړه له ولسمشر غني سره ګوري خو تر دې دمه یې د سولې د مذاکراتو په اړه هېڅ راز اسناد له افغان حکومت سره نه دي شریک کړي.
د نوموړې په وینا خلیلزاد یوازې په شفاهي توګه مسایل مطرح کوي او داسې څه چې د کاغذ پرمخ او باوري وي له افغان حکومت سره نه دي شریک شوي.
د اغلې رولا غني په خبره افغان سوله پیچلې مسله ده، دوی له طالبانو سره د سولې او مذاکرې غوښتوونکې دي خو د دوی ځینې غوښتنې د منلو نه دي .