د ځوان بهیر ټولنه وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه دې د افغانستان پر ځای پاکستان کې پیل شي.
له نږدې ۱۹ کاله جګړې وروسته اوس له نړیوالې ټولنې او په ځانکړې توګه له امریکا غوښتنه ده چې د وسله والو خلاف جګړه دې پاکستان کې پیل کړي.
د ځوان بهیر ټولنه وایي، ټولو ته مالومه ده چې د وسله والو خوندي ځایونه پاکستان کې دي، نو افغانستان کې جګړه د څه لپاره؟
د ځوان بهیر ټولنې مشر ادریس ستانکزی افغانستان سره د امریکا له مرستو مننه کوي، خو وایي شتون یې د جګړې دوام دی او باید افغانستان ترک کړي.
د ځوان بهیر ټولنې مشر ادریس ستانکزي داسې وویل (( له کومې ورځې چې امریکایان دلته راغلي دي تباهي یې جوړه کړې ده، راغلي چې موږ د تروریزم پر وړاندې جګړه کوو، امریکا چې دلته راغله یوازې القاعده ډلې دلته فعالیت کاوه، خو اوس دوی پخپله وا يي، چې دوه ویشت تروریستي ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي . نو دوی دې موږ ته و وايي چې دوی د تروریزم پر و ړاندې جګړه کوي او که ملاتړ یې کوي؟ د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي، خو دوی دلته د عامو افغانانو کورونه بمبار کوي او حتا په ملي پروسو کې مو هم لاسوهنه کوي.))
ځوان بهیر ټولنه پر افغان حکومت هم نیوکه کوي چې خپلې ګټې یې هیرې کړي او د امریکایي ګټو لپاره جنګي مجرمین تبادله کوي.
دوی وایي، که حکومت خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورنه کړي، ملت به پرې باور له لاسه ورکړي.
اوربند، بین الافغاني مذاکرات، او په بین الافغاني مذاکراتو کې د ځوان نسل ورګډول د دغه بهیر نورې غوښتنې وې او له طالبانو غوښتنه دا وه چې له نرمۍ دې کار واخلي او مخامخ خبرې دې پیل کړي.