کابل کې د چین سفارت شارژدافیر وانګ داکشو د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي سره لیدنه کې بیجنګ کې د سولې د خبرو لپاره د نیول شوو چمتووالي په اړه مالومات ورکړل.
د چین دغه لوړ پوړي ډيپلوماټ ویلي، د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي او د بین الافغاني لیدو کتو لپاره به اړین اقدامات وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغان سولې لپاره د چین هېواد هڅې وستایلې او د دې ناستې د چمتووالي د بهیر پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې په بیجېنګ کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په راتلونکو څو ورځو کې کېږي.