افغانستان بهرنیو چارو وزارت په بهرني هېوادونو کې ګمارل شویو ډیپلوماټانو اسناد یو ځل بیا ارزوي.
د بهرنیو چارو وزارت د تېرې رهبرۍ لخوا ګمارل شویو ډیپلوماټانو اسناد یو ځل بیا ارزول کیږي.
بهرنیو چارو وزارت مالومات ښيي چې بهرني هېوادونو کې داسي افغان ډیپلوماټان ګمارل شوي چې د ډیپلوماسي قوانینو او د ډیپلوماټیکه ژبه باندې تسلط نه لري.
یو شمېر پخواني ډیپلوماټان هم د بهرنیو چارو وزارت یادې نیوکي منې او وایې ځیني ډیپلوماټان شته چې د ملې ګټو په ځای بهرنیو هېوادونو اجنداوي پلې کوي.
ولسمشرغنې دا ځل غواړي اقتصادي ډیپلوماسي رامنځته کولو لپاره بهرنیو هېوادونو کې داسي کسان وګماري چې ډیپلوماسي قوانینو او بهرنیو ژبو پوهه ولري.
که له یوې خوا بهرنیو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماټانو په کاري وړتیا نیوکي شته له بلې خوا بیا پخواني ډیپلوماټانو هم منلې چې ځینو سفارتونو کې ځینې کسان په اړیکو ګمارل شوي چې بیخي په ډیپلوماسۍ او ژبه نه پوهیږی.
بهرنیو چارو وزارت ځینو هېوادونو کې شاوخوا پنځه داسي ډیپلوماټان په ګوته کړي چې تحصیلي اسنادو سطحه یې ټیټه او نه شي کولی د یو هېواد ښه استازوالی وکړي.
افغان ولسمشر په تېرو دوه اوونیو کې درې ځلې بهرنیو چارو وزارت له نوې رهبرۍ سره لیدلي او ټینګار په دې شوی چې یاد وزارت کې بنسټیز اصلاحات راوړل شې.