د ولسي جرګې رییس د انس حقاني د خوشي کیدو په برخه کې د حکومت د پریکړې هر کلی کړی.
ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ځانګړې غونډه کې د سه شنبې په ورځ انس حقاني او ورسره دوه نور لوړپوړي طالبان په مشروط ډول خوشي کړل چې له هرکلي او غبرګون سره مخ دي.
د جرګې ځینې غړي سولې ته د رسیدو لپاره د حکومت له دې پریکړې هرکلی کوي.
د ولسي جرګې ریس میر رحمان رحماني وویل، انس حقاني او ورسره دوه ملګري د تفصیلي پلان له مخې خوشې شوي چې ټول قانوني مراحل یې طی شوي دي.
خو جرګه کې ځینې غړي و چې له دې پریکړې سره یې مخالفت وښود.
نیلوفر ابراهیمي او علي اکبر جمشیدي د ولسي جرګې هغه غړي دي چې له دې پرېکړې سره یې مخالفت وښود.
خواله رسنیو کې هم د دې پریکړې په تړاو بیلابیل لیدلوري شته، دا پریکړه په دې شرط له هرکلي سره مخ ده چې د سولې د خبرو پيلامه شي، او که طالبان بیا هم جګړې ته شدت ورکوي او بین الافغاني خبرو ته نه حاضریږي، دا پریکړه ځینو د خواشینی وړ بللې.