د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي اورنګ زیب رسنیو ته ویلي، د انتخاباتو پایلې چې ټاکل شوې وه سبا د لړم په درویشتمه اعلان شي ځنډیدلی دی.
نوموړي د پایلو د اعلان ځنډ لامل د رایو د بیا شمیر پر سر جنجالونه ښودلي دي.
له دې سره د ټاکنو کمېسیون ویاند عزیز ابراهیمي رسنیو ته ویلي چې په ټول هېواد کې د رایو بیا شمېرنې بهیر درول شوی دی
ټاکنو کمېسیون ویلي، په ټول هېواد کې یې د رایو بیا شمیرنې بهیر له دې امله بند کړی څو د ځینو نوماندانو او څارونکو اندېښنو ته ځواب وویل شي.