Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

معترضو نوماندانو د رایو بیا شمېرنې مخنیوی وکړ

admin by admin
2019/11/12

په پنځلس ولایتونو کې د رای بیاشمېرنې مخه نیول شوې.

په پنځلسو ولايتونو کې د رايو د بېا شمېرنې مخه نيول شوې او که دوام وکړي، د ټاکنو د پایلو د ځنډ امکان زیات دی.

ټاکنو کمېسيون وړاندې ويلي وو چې د دې اونۍ په پنجشنبه به د ټاکو لومړنۍ پاېلې اعلان کړي، خو جنجالونو ته په کتو باور نه کیږي چې پایلې اعلان شي.

د کمېشنرانو نننۍ خبري غونډه د کمېنشر مولانا عبدالله لخوا هغه وخت ګډه وډه شوه چې په غونډه کې يې د اجنډا خلاف موضوعات شريک کړل.

د ټاکنو کمېسيون غړي له څو ورځو ځنډ وروسته په ګډه خبري ناسته کې راڅرګند شول ترڅو خلکو ته د خپل کار راپور ورکړي خو؛ د دې کمېسيون يو غړي مولانا عبدالله د اجنډا خلاف يوناما په غيرمسلکيتوب تورنه کړه چې د ده په اړه د يوناما قضاوت سم نه دی.

د شنبې په ورځ په اتلسو ولايتونو کې د ټاکنو په ولايتي دفترونو کې د رايو بيا شمېرنه پېل شوې خو په پنځلسو نورو ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټیم اجازه نه ورکوي او دفترونه یې ورته تړلي دی.

د کمېسيون غړو يوځل بيا تاکيد وکړ چې د منلو رايې يوازې هغه دي چې په بايوميټريکي معيار برابرې وي.

کمېسیون ډاډه دی چې د چا فشار ته به تسليم نشي او خپل کار ته به دوام ورکوي.

په کابل کې د يوناما دفتر همدا اونۍ په يوه لیک کې د دې کمېسیون غړی مولانا عبدالله په توپيري او بد چلند تورن کړی او په همدې تړاو د کابل يو شمېر اوسېدونکو د ټاکنو کمېسیون مخې ته لاريون وکړ او د هغه د ګوښه کېدو او محکمه کېدو غوښتنه يې وکړه.

خو مولانا عبدالله د يوناما ياد ليک يوه توطيه ګڼلې او ټينګار یې کړی چې دا موضوع به تعقیب کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist