د تېرکال په پرتله د جلغوزو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی.
د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ارزونې ښيي چې سږکال د هېواد په کچه ۲۴ زره ټنه جلغوزي راټول شوي چې د تیر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی پکې لیدل کیږي، تیره کال ټول هېواد کې د جلغوزیو حاصل ۲۳ زره ټنه وو.
د جلغوزیو ځنګلونه د هېواد په نهو ولایتونو “خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او کابل” کې شتون لري، چې ۴۴ زره هکټاره ځمکه یې نیولې ده.