پاکستاني سرتیرو یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې له هغې خوا د شلتن ولسوالۍ پر مختلفو سیمو بریدونه کړي دي.
د شلتن ولسوال ګل خان توحیدي ویلي، دا بریدونه تیره ورځ د شلتن ولسوالۍ په څو غرنیو سیمو شوي چې یو کس یې ټپي کړی.
تر دې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو پر شلتن ولسوالۍ توغندیز بریدونه کړي وو.