د عراق په پلازمېنه بغداد او بصره کې پوليسو لس لاريونوال وژلي او پنځه دېرش نور يې ټپيان کړي دي.
پوليسو هغه مهال په لاريونوالو ډزې کړي، چې غوښتل يې حکومتي ادارې او بهرنيو سفارتونو ته ځانونه ورسوي.
لاريونوالو دغه لاريونونه له تېرو څو اوونيو راهيسې له دې امله پیل کړي دي، چې حکومت او چارواکي په فساد تورنوي.