د ثبات او همپالنې ټیم له خپلو ټولو ولایتي څارونکو غوښتي چې د رایو بیاشمېرنې بهیر کې ګډون ونه کړي.
ټاکنو کمیسیون له اته زرو زیاتو محلونو د رایو د بیا شمیرنې او تفتیش له پيل سره سم د ثبات او همپالنې ټیم له دې پروسې سره بایکاټ وکړ او له خپلو څارونکو یې غوښتي چې پروسه ترک کړي.
د ثبات او همپالنې له دې پریکړې وروسته ټاکنو کمیسیون وویل چې د چا پروا نه ساتي او د طرزالعملونو پراساس خپلې چارې پرمخ بیايي .
د رایو بیا شمیرنه د یوځانګړي سیسټم له لارې کیږي او له هغې وروسته به لومړنۍ پایلې اعلان کړي .
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم ټینګار کړی چې تقلبي رایو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې بې تفاوته نه پاتې کېږي او د ټاکنو له کمېسیون يې غوښتي چې په خپلو قانوني دندو عمل وکړي، د رایو بیا شمېرنه د تقلبي او بدون له بایومیټريک رایو له بشپړې تصفیې او تفکیک وروسته پيل کړي.
خو ټاکنو کمیسیون د رایو بیا تفتیش او شمېرنه د طرزالعمل په اساس کوي او څوک یې چې مخالفت کوي، پروا یې نه ساتي.
دغه بیا شمیرنه چې په ټولو ولایتونو کې دیوځانګړي سیسټم له لارې کیږي چې په ډیرې اسانۍ سره کولای شي چې تورې او سپینې رایې سره جلا کړي .
دټاکنوکمیسیون دارالانشا دمالوماتو پراساس چې دغه بیاشمیر او تفتیش به په لنډه موده کې خلاص او لومړنۍ پایلې به له ولس سره شریکې کړي .