ټاکنو کمېسیون د څه باندې اته زره محلونو بیا شمېرنه پیل کړه.
د کمیسیون د مسولینو په وینا دا هغه محلونه دي چې شکایتونو کمېسیون او دوی د راپور له مخې د شکایتونو په اساس شکمن دي.
کمیسیون دغه راز د ١٣٧ زره رایو په اړه وضاحت ورکړی چې ستونزه نلري خو د څه باندې سل زره رایو په اړه بیا کمیسیون تر اوسه پریکړه نه ده کړې.
ټاکنو کمیسیون د درملوک د راپور د ځنډ له امله د بیا شمېرنې بهیر د دریو ورځو په ځنډ سره پیل کړ.
د ټاکنو کمیسیون د دارلانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ وایي، دوی د ٨٤٠٠ محلونو د بیا شمېرنې لپاره پوره چمتوالی نیولی چې په دریو ورځو کې به یې خلاص کړي.
د ١٣٧ زره رایو او څه باندې سل زره نورو رایو مسله جنجالي وه چې اوس درملوک د ١٣٧ زره رایو مسله د رسمي مکتوب له لارې حل ښودلې خو د سل زره رایو چې له وخت مخکې او وروسته کارول شوې تر اوسه پریکړه نه ده کړې.
د ټاکنو کمیسیون مسولین وایی دوی هڅه کوي چې ٧ ورځې وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
شکایتونو کمیسیون همدا نن ویلي چې د لومړنیو پایلو ځنډ نور خلکو ته د منلو وړ نه دی.