د سولې مذاکراتو کې د افغان حکومت واحد دریځ باندې ټينګار شوی.
د ارګ د عامه او ستراتيژیکو اړیکو اداره وایي، د حکومت اووه ماده ییزه طرحه کې د سولې خبرې له واحد ادرس او د افغان حکومت په مالکیت مخ ته ځي.
یو شمېر ځوانانو او ورزشکارانو کابل کې د سولې په تړاو د حکومت له طرحې ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې غږ کړی چې مخامخ خبرې دې پيل کړي.
د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې به د افغان حکومت پلاوی د یو نظام استازیتوب کوي.
د ولسمشر سلاکار او د ارګ د عامه او ستراتيژیکو اړیکو اداره وایي، په تیرو مذاکرتو کې طالبان یوه خوله و او په کار دی چې حکومت هم له واحد ادرس په مذاکراتو کې برخه واخلي.
وحید عمر وایي، حکومت به د سولې برخه کې هره هڅه له ملت سره شریکه کړي او بیا به د مذاکراتو میز ته کیني.
کابل کې یو شمېر ځوانانو او ورزشکارانو د ولسمشر له هغې طرحې ملاتړ وکړ چې له مخې به یې طالبانو سره د سولې مذاکرات کېږي.
د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ، د پوهنتون استاد فرید سالنګي، فري فاېټر احمدولي هوتک، بازمحمد مبارز او تکواندو کار نثار احمد بهاوي له طالبانو وغوښتل چې حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.
ځوانان وایي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو موضوع باید له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شي او له طالبانو سره دې د سولې خبرې هم حکومت پر مخ یوسي چې د جګړې یو لوری دی او د سولې پروسې اجرایوي صلاحیت لري.