دا ځل باید افغان حکومت ته د سولې خبرو کې مهم رول ور کړل شي.
افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر ویلي، که د ټرمپ ادارې له طالبانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړی وای، د افغانستان د دولت مشروعیت ختمېده خو دا ځل باید افغان حکومت په دې پروسه کې له پیله مهم رول ولري.
نوموړي په واشنګټن کې د رمز فیلډ بنسټ ته په وینا کې ویلي، امریکايي ځواکونه باید اخر هم له افغانستان څخه راووځي، مګر دا باید په هغه وخت کې وشي چې افغانستان کې د سولې هوکړه وشي.
نوموړي ویلي، له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې مذاکراتو له افغان حکومت پرته معنا نه لرله، ځکه د افغان حکومت مشروعیت ته یې زیان رساوه او طالبان یې لا زړور کول.
نوموړي همدا راز له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې له اعلان سره هم مخالفت ښودلی او ویلي یې دي دا کار به په افغانستان کې تاوتریخوالی لا زیات کړي.
نوموړي ویلي، طالبان په خپلو بریدونو کې ناکام دي او لوی ښارونه ټول د افغان ځواکونو په ولکه کې دي.
راین کراکر یو له هغو امریکايي سیاستوالو دی چې د امریکايي ځواکونو وتل یې په حالاتو مشروط کړي دي.