د ایران د اټومي پروګرام مسوولین وايي د اسلامي انقلاب د څلویښتمې کلیزې له پوره کیدو وروسته دغه بهیر نور هم پیاوړی شوی دی.
د ایران د یورانیمو غني کولو بهیر کې نوې پرزې ځای پر ځای شوي دي.
د نویو پرزو د ځای پر ځای دغه بهیر کې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم شامل وو.
څو ورځې وړاندې د ایران اټومي بهیر چارواکو ویلي ۱۰۴۴ نوې پرزې یې د یورانیمو د غني کولو بهیر کې ځای پر ځای کړي دي.
ایران دغه بهیر داسې مهال چټک کړی دی چې د امریکا له لوري پرې اقتصادي بندیزونه اوس هم دوام لري.