ملي شورا افغان سفیر سره د پاکستان د ای ایس ای ادارې چلند غندلی.
ملي شورا د پاکستان د ای ایس ای له لورې د افغانستان سفیر ته سپکاوی غندلی او له حکومته یې د بل مثل عمل غوښتنه کړې.
ولسي جرګې له افغان سفیر سره د پاکستان د استخباراتي ادارې د بد سلوک په تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دا عمل وغندي.
وروسته له هغې چې افغانستان کې د پاکستان ديپلوماتانو ادعا وکړه چې ګواښ ورته متوجه دی، پاکستان افغانستان کې د ویزې خدمات درولي او اسلام اباد کې افغان سفیر د پآکستان ای ایس ای ادارې احضار کړی او له سپکاوي ډک چلند یې ورسره کړی دی.
دوشنبه د بهرنیو چارو وزارت، سه شنبه مشرانو جرګې او چهارشنبه ولسي جرګې دا عمل وغنده او د ديپلوماتیکو اصولو خلاف عمل یې یاد کړ.
له دې سره ولسي جرګې په ۱۶۵ حاضرو غړو په اکثریت رایو سره د عسکري محکمو د واک او تشکیل په تړاو د ولسمشر فرمان هم تایید کړ.
د ولسي جرګې غړو په ټاکنو خپلواک کمیسیون هم غږ وکړ٬ چې د ټاکنو پایلې دې ژر تر ژره اعلان کړي ترڅو افغانستان د یوه بل بحران په لور لاړ نشي.