ممکن د ټاکنو لومړنۍ پایلې بیا وځنډیږي او په ټاکلې وخت اعلان نه شي.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء ریس حبیب الرحمن ننګ وايي، د پایلو د اعلان په برخه کې ځینې خنډونه شته چې له امله یې ممکن د ټاکنې لومړنۍ پایلې په وخت اعلان نشي.
د درملاګ کمپنۍ د راپور ځنډ اوس د کمېسیون د کارونو په وړاندې لویه ستونزه یادیږي.
له دې سره د ثبات او همپالنې ټیم په یو خبري کنفرانس کې د ۱۳۷زره نورو رایو د باطلیدو غوښتنه هم کړې چې د بایو متریک په معیار نه دي برابرې.