هلمند کې تېرو درې کلونو کې ۱۳ ټنه نشهیي توکي نیول شوي دي.
د کورنیو چارووزارت ویلي، سږ کال یې هلمند کې د نشهيي توکو سترې فابریکې له منځه وړي دي.
د روان کال له پيل راهیسې افغان ځواکونو د نشه یي توکو پر ضد له درې زرو ډېر عملیات کړي دي.
مسوولین وایي چې په دغو عملیاتو کې په ټنونو نشه یي توکو سربیره شاوخوا څلور زره قاچاق وړونکي نیول شوي دي.
هلمند کې په تېرو درې کلونو کې ۱۳ ټنه نشه یي توکي نیول شوي و چې چارواکو سوزولي دي.
ولایتي شورا په دې تړاو نیوکه لري چې ګنې چارواکو په دې برخه کې معامله کړې ده او ټول مواد نه دي سوځول شوي.
د هلمند د ولایتي شورا رییس وایي هلمند هغه ولایت دی چې د هېواد په کچه زیات نشه یي توکي په کې کرل کېږي او قاچاق کېږي خو نیول شوي توکي کم دي.
د هلمند والي وایي په دغه نشه یي توکو کې تاریاک، هیروین، چرس او ځینې نور نشه یي توکې شامل دي چې په تېرو دریو کلونو کې په بیلابیلوعملیاتو کې نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي په تېرو شپږو میاشتو یې د نشه یي توکو پرضد نږدې درې زره عملیاتونه کړي چې په تړاو یې ۴ زره کسان نیول شوي دي.
نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال وایي درې میاشتې وړاندې یې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د یو ملیارد ډالرو په ارزښت دنشه یې توکو ۵۴ کارخانې لمنځه وړي دي.
هلمند د هېواد او نړۍ په کچه یو له هغه ولایتونو دی چې د نشه یي توکو کرکیله او قاچاق په کې زیات دی چې د مخنیوي لپاره یي بدیلو لارو ته اړتیا ده.