Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پاني پت په نامه هندي فلم د افغانانو غبرګونونه پارولي

admin by admin
2019/11/05

د پاني پت په نامه خپرېدونکي هندي فلم د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو په یاد فلم کې د احمدشاه ابدالي د رول په تړاو اندېښنه ښودلې او باور کوي چې په دغه فلم کې به تاریخ جعل شوی وي.

هند کې د افغانستان د سفارت کارکوونکي وايي،  د فلم د محتوا په تړاو د مالوماتو پر ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي، خو د فلم کمپنۍ ډاډ ورکړی چې دغه فلم پر تاریخي واقعیتونو جوړ شوی دی.

د هندي سینما له لوري د پښتون پاچا علاء الدین غلجي په کیسه د جوړ شوي فلم وروسته اوس د پاني پت په نوم د فلم لنډې صحنې خپرې شوي چې د احمد شاه بابا او مرهټیانو تر منځ خطرناکه جګړه یې انځور کړې ده.

په فلم کې سنجی دت د احمد شاه بابا رول لوبولی دی چې په قهرجن حالت کې راڅرګندېږي او مرهټیان پکې مېړني بلل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د یاد فلم په تړاو ځینې افغانان د احمد شاه ابدالي د رول او د تاریخ د جعل په تړاو اندېښنه لري، خو ځيني ویاړي چې د ابدالي په څېر اتل لري چې اوس یې په تړاو فلم جوړېږي.

ظریف امینیار داسې ویلي دي (( زه پوهېږم چې هندیان احمد شاه بابا ته متجاوز وايي او طبعاً چې فلم به یې د خپلو ملي ګټو پر اساس جوړ کړی وي؛ لکه د علاء الدین غلجي په اړه یې چې جوړ کړی و. خو زه بیا هم خوښ یم او ویاړ کوم چې موږ د ابدالي په څېر یو امپراتور درلوده.))

عنایت الله صافی داسې ویلي (( په دې هيله چې د پاني پت فلم جوړونکى ټيم تاريخ جعل نه کړي؛ ځکه د پاني پت درېمه جګړه د هندوانو لپاره بد حيثيت لري، خو د افغانانو لپاره يو طلايي چانس و.))

اصف عارفي ویلي ((مخکي له دي چي د پاني پت فلم د هند په سینما وښودل شي، تر ښارونو او کورونو ورسېږي؛ افغان دولت باید له هندي چارواکو سره د فلم په کیسه، د احمدشاه بابا په کردار وغږېږي او فلم تر پایه وګوري.))

هند کې د افغانستان سفارت فرهنګي اتشه اجمل عالمزي د خلکو اندېښنو په ځواب کې وايي، د پاني پت په نامه د فلم جوړوونکو ډاډ ورکړی چې یاد فلم کې منفي مسایل نه شته.

عالمزی زیاتوي چې دوی خپلې اندېښنې د هند له اطلاعاتو او نشراتو وزارت سره شریکې کړي چې دوی سره یې تر اوسه مالومات نه دي شریک کړي.

د معاصر افغانستان د بنسټګر احمدشاه ابدالي او مرهټیانو تر منځ په ۱۷۶۱ کال کې د هند د تاریخ ستره جګړه وشوه چې احمدشاه بابا پکې پر مرهټیانو بریالی شو

دا جګړه په ۱۷۶۱م کې وشوه چې احمدشاه ابدالي وګټله. د پاني پت جګړه د هند په تاریخ کې یوه لویه جګړه بلل کیږي چې هندي روهیله پښتنو او مشرانو یې هم د احمد شاه بابا ملاتړ کاوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist