طالبان دې د امریکایي پوهنتون استادان له کوم شرط پرته خوشي کړي.
د افغانستان د امریکایي پوهنتون رییس ډیویډ سیډني په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان دې ددوی د استادانو د خلاصون لپاره شرطونه نه اېږدي.
دده په خبره دغه استادان په بشردوستانه همکاریو بوخت وو او موخه یې د افغان ځوانانو روزل و، نو د دوی برمته کول او بیا یې د خلاصون لپاره شرط اېښودل د بشري حقونو ضد کار دی.
سیډني پر طالبانو غږ کړی چې دغه کسان دې له کوم شرط پرته خوشي کړي ځکه کورنۍ او همکاران یې د دوی په اړه اندېښنه لري.
خو طالبان بیا د برمته شویو استادانو په بدل کې د خپلو اتیا بندیانو ازادي غواړي.
امریکايي ديپلوماتان اوس هم ددغه کسانو د خلاصون لپاره هڅې کوي خو تر اوسه له طالب لوري سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.