د کونړ ځايي امنیتي مسوولین وايي، داعش وسله وال یې له منځه وړي دي.
د کونړ امنیه قومندان وايي، داعش ته يې ملا ماتوونکي تلفات اړولي او د بیا پورته کېدو وخت به ور نه کړي.
د کونړ والي بیا وايي، ډیر کم شمېر داعش وسله وال په یو شمیر سیمو کې پاتې، چې د عملیاتو پر مهال به له کلکو ګوزارونو سره مخ شي.
د کونړ امنیه قومندان سمونمل شفیق الله سهار وايي، کونړ کې يې داعش مات کړی او د اوړي په څپه کې يې ۲۲۸ داعش او طالب جنګیالي وژلي، ۱۵۵ ټپیان او ۱۷ نور یې نیول شوي دي.
د کونړ امنیه قومندان سمونمل شفیق الله سهار داسې وویل (( کونړ ولایت کې داعش وسله والو ته افغان ځواکونو سخت ګوزارونه ورکړي، له پښو یې غورځولي او خلک دې ډاډه وي چې بیا به سر پورته نه کړي.))
سهار وايي په تېرو شپږو میاشتو کې شاو خوا ۲۷ داعش جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال که څه هم کره شمېر نه ښيي، خو وايي کم شمېر داعش کونړ کې پاتې چې هغه به هم د امنیتي ځواکونو له کلکو ګوزارونو سره مخ شي.
سرتیري بیا وايي، هیڅ حکومت ضد ډله يې پر وړاندې د درېدو توان نه لري .
سرتېرو داسې وویل (( ټول وسله وال مو ځپلي دي مونږ د خپلې خاورې او خلکو نه دفاع ته هر وخت اماده یوو،،،،، که د وسله والو نور ملګري کونړ کې د وسله والو له وضعیت خبر شوي وي بیا به زړه ښه نه کړي چې وسله پورته کړی.))
کونړ کې دینې عالم مولي نجیب الله حقیار وايي، تل به له ممبر او محراب نه د امنیتي ځواکونو د ننګې غږ اوچت ساتي.
چپه دره، ماڼوګی، وټه پور، نرنګ، څوکۍ، نورګل او یو شمېر نورې هغه ولسوالۍ دي چې د داعش د حضور په تړاو يې رپوټونه ورکړل شوي دي.
طالبانو او داعش د حکومت د شوې ادعا په اړه تازه څه نه دي ویلي.