ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو تلفات د تېر په پرتله کم شوي دي.
ملي دفاع وزارت د سیګار هغه راپور رد کړ چې ګني د سږ کال په وروستۍ ربع کې افغان ځواکونه ته په تعرضي بریدونو کې ډیره مرګ ژوبله اوښتې .
ملي دفاع وزارت وایي، د تیرو کلونو په پرتله برعکس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ ژوبله کمه ده، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي ته تللي او زیاتې ولسوالۍ له طالبانو نیول شوي دي.
ملي دفاع وزارت ژمن دی چې د وسلوالو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره به هوایي عملیاتو ته دوام ورکوي .
سیګار راپور خپور کړی چې د جګړې له شدت سره یو ځای د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ ژوبله هم لوړه شوې.
سیګار دا راپور کانګرس ته ورکړی او د مرګ ژوبلې ګراف په لوړیدو یې خواشیني ښودلې.
د افغانستان په بیا رغونه د امریکا د څار ادارې سیګار داسې ویلي ((د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه د سږ کال په وروستۍ ربعه کې په تخمیني توګه ۵ سلنه لوړه شوې ده، دغه ربعه د جون میاشتې له لومړۍ پېل شوې او د اګسټ تر ۳۱مې دوام درلود، دا تلفات د تیر کال د وروستۍ ربعې سره پرتله شوې دي، د دغې مرګ ژوبلې ۶۰ سلنه هغه مهال رامنځ ته شوي چې افغان ځواکونو دفاعي حالت درلود.))
ملي دفاع وزارت بیا د سیګار وروستی راپور رد کړی چې ګنې افغان ځواکونو ته دې زیاته مرګ ژوبله اووښتې وي.
سږ کال افغان ځواکونو شمال او سویل کې جګړه پراخه کړې چې د ملي دفاع وزرت د مالوماتو له مخې ۱۳ ولسوالۍ یې له طالبانو نیولې او دا ډله یې سخته ځپلې ده.